امنیت

دکابل ښار دنهمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه . خو دسرزيان يې نه دى اړولى .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
نن سهار دنهو بجو او ديرشو دقيقو په شاوخوا کې  دکابل دنړيوال هوايي ډګر دهواپوهنې  په واټ کې  چاودنه وشوه  خو دسرزيان يې نه دى اړولى .
عيني شاهدن وايي چې  دغه پيښه  واټ ته څيرمه  په يوه ګلدان کې دچاوديدونکو موادو  دچاودنې زيږنده وه  او کله چې  دبهرنيانو يو موټر له ساحې څخه تيريده چاودنه وشوه .
او له امله يې  دسرزيان  او مالي تاوان نه دى اوښتى .
دکابل ښار دنهمې امنيتي حوزې آمر  ددغې حوزې په مربوطاتو کې ددغه شان پيښې په باب  بې خبري وښودله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته