کابل باختردوږي دمياشتې ١٢ :
دکابل پوهنتون دکرنې دپوهنځي دالحاقيه ودانۍ دبنسټ ډبره نن دلوړو زده کړو د وزير له خوا ديو لړ مراسمو په ترڅ کې کيښودل شوه.
دباخترا ژانس دخبرله مخې، په دې مراسمو کې دلوړو زده کړو وزير په هيواد کې دکرنې د ودې او دنويو کادرونو دروزنې داړتيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې ددغې ودانۍ په جوړولو سره به ددرسي خونو دکمښت له پلوه دکابل پوهنتون دکرنې دپوهنځي دمحصلانو ستونزې لرې شي .
دلوړو زده کړو وزارت دپلان اوپاليسي د رييس عبدالمنير مهرور دڅرگندونوله مخې ، دغه ودانۍ دلوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه ديوڅلويښتو مليونو افغانيو په لګښت په دريو پړاونو کې په يو کال کي جوړيږي.
دده دڅرګندونوله مخې داشپږمه پرمختيايي پروژه ده چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې په دغه وزارت کې تطبيقيږي .
0 1 دقیقه لوستل