کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٤
څو شيبې مخکې دکابل ښار په دويمې ناحيې پورې اړوند د قول آبچکان په ساحه کې د څو ډزو غږونه واوريدل شول.
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حشمت ستانکزي په دې اړوند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ موظفين د لنډه غرو کسانو له شتون څخه د قول آبچکان د ساحې په پاکولو بوخت دي او د يو شمېر لنډه غروکسانو د نيولو په وخت کې هغوى په هوايي ډزو سره هلې ځلې وکړې چې وتښتي او پوليسوهم په هوايي ډزو سره هلې ځلې وکړې چې د هغوى دکلابندۍ ساحه تنګه کړي او هغوى ونيسي.
د قول آبچکان په ساحه کې دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کيږي چې په دې ساحه کې د غلا، فزيکي نښتو او په ځينو وختوکې هم د شپې له خوا د غلا او شوګمارى د زياتو قضيو خبرترلاسه شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل