امنیت

دکابل پوليسو دوه تنه دجنايي قضيو په اړوند ونيول

کابل باختر دکب څلورمه :
دکابل پوليسو تېره شپه يو تن د وژنې او يوبل تن دغلا په تور ونيول.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په نيول شوي سړي تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې دکابل ښار د دريمې حوزې په مربوطاتوکې يوه کورته ننوتى دى؛ يوتن يې ووژلى او يوتن بل يې ټپي کړى دى او په خپله تښتيدلى دى چې پوليسو له زياتو هلوځلو وروسته د هغوى پټنځايونه پيداکړي او د پيښو عاملين يې نيولي دي.
دغه راز پوليسو دخلکو په همکارۍ يوغل دکابل ښار د ديارلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې نيولى دى .
په نيول شوي سړي دکابل ښار د ديارلسمې حوزې په مربوطاتوکې د يوه کور د مالونو او ګاڼو د لوټولو تور لګولى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته