امنیت

دکابل پوليسو دسرينا هوټل دپيښې په اړوند دوه تنه ونيول.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢
دکابل پوليسو دکابل سرينا په هوټل د وروستۍ بريد په اړوند چې له امله يې نهه تنه ووژل شول، دوه تنه نيولي دي .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيق رييس سيد آقا هاشمي دباختر آژانس خبريال ته وويل :- نيول شوي کسان دکابل سرينا هوټل دوه تنه ساتوونکي دي .
څلور تنه چې هوټل ته ننوتي وو او وي کولاى شول په ميلمنو وسله وال بريد وکړي وسلې او مهمات دهمدغو دوو تنو له نظر څخه پټ هوتل ته وړي وو .
د کابل دپوليسو ددغه مقام دڅرګندونو له مخې، له دغو دوو تنو څخه تحقيقات په ابتدايي پړاوکې دي .
ده زياته کړه دڅيړنې يو ټيم دکابل سرينا دهوتل په دننه کې دپراخو تحقيقاتو په حال کې دي او دهغه امنيتي شرکت په ګډون چې دهوتل په دننه کې دامنيت دتامينولو مسوليت په غاړه لري له يو زيات شمير مسولينو څخه تحقيقات دوام لري .
هاشمي زياته کړه: هغه تصويرونه چې دپيښې په وخت کې دامنيتي کمرو په واسطه ثبت شوي دي د دې ښکارندوى دى چې دهوټل يو ميلمه له دوو تنو يرغلګرو سره لاس او کريدان کيږي په داسې حال کې چې دهوټل په دننه کې زيات ساتوونکي موجود وو خو له دغه ميلمه سره هيڅ مرسته نه ده شوې. دهوټل په دننه کې امنيتي مسولين بايد دغه شان پوښتنو ته ځواب ووايي.
بايد وويل شي چې دنوروز په شپه دکابل سرينا په هوټل دڅلورو تنو وسله والو کسانو په بريد کې دڅلورو بهرنيانو په ګډون نهه تنه ميلمانه ووژل شول . چې په دې پيښه کې دفرانسپرس خبريال احمد سردار له خپلې ميرمنې او دوو کوچنيانو سره شهيد شو او يوبل ماشوم يې په داسې حال کې چې کولۍ يې په سرلګيدلې ده دکوماه په حالت کې دى.
طالبانو دمسووليت ادعا کړې ده او ويلي يې دي چې دوى په سرينا هوټل کې دشپې په يوې غونډې بريد کړى دى او په يو شمير جګپوړو مقاماتو يې ډزې کړي دي .
په داسې حال کې چې قربانيان ټول ملکي وګړي او عادي ميلمانه وو.
دشهيد احمد سردار دکورنۍ وژل دافغانانو ترمنځ سخت غبرګونونه راپارولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته