دکابل په موسهي کې د يوې تروريستي پيښې مخه ونيول شوه

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٨
دکابل پوليسو دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند دکابل ښار د اوولسمې حوزې له مربوطاتو څخه ونيول.
دکورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې چې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويلي دي: دغه دوه تنه چې سيد شکور او ابراهيم نوميږي؛ پرون له لسو کيلوګرامو نشه يي توکو سره چې په يوه کرولا موټرکې يې ځاى پرځاى کړى و او غوښتل يې دهيواد شمالي ولايتونو ته يې وليږډوي؛ دکابل ښار د اوولسمې حوزې د کاريز مير په ساحه کې دملي پوليسو له خوا دپلټنې په وخت کې ونيول شول.
دغه راز دکابل پوليسو څلور تنه دموټر او دکور دمالونو دغلا په تور دڅلورمې او پنځمې حوزې او دپغمان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه نيولي دي او تر پوښتنې لاندې دي .
دغه راز دکابل پوليسو دموسهي ولسوالۍپه  مربوطاتو کې ديوې تروريستي پيښې مخه ونيوله.
يو ماين چې دموسهي ولسوالۍ د شادخانه په سيمه کې دتروريستانو له خوا ځاى پرځاى شوى و؛ پرون مازيګر دپوليسو دځواکونو له خوا کشف او د يوې تروريستي پيښې مخه ونيول شوه .
ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى خو ددغه ماين د ځاى پرځآى کولو دعاملينو دپيژندلو په باب تحقيقات دوام لري.
ديوبل خبرله مخې : تيره شپه دميرويس ميدان په ساحه کې يوه چاودنه وشوه.
ويل شوي دي چې چاودنه ديو کوچني مقناطيسي ماين زيږنده وه چې له امله يې درې تنه يو څه ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته