دکابل په ماهيپرکې د ترافيکي پيښې له امله دولسو تنوته مرګ ژوبله واوښته

کابل  باختر د وږي د مياشتې ٢ :
دکابل _جلال آباد د لويې لارې په اوږدوکې په سيندکې د يوموټر دغورځيدو له امله  ٥ تنه ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې وروسته د يوې بجې په شاوخوا کې د ماهيپر دساحې په لوړو سيموکې هغه وخت رامنځته شوه چې يو کوچنى مسافر وړونکى موټر له خپل تګلوري څخه ووت او په سيندکې وغورځيد.
د کابل_ جلال آباد د لويې لارې د ترافيکو يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې په دې پيښه کې پنځه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول. ښځې او ماشومان هم د دغې پيښې په قربانيانو او ټپيانوکې شامل دي.
د لويې لارې د ترافيکو مسوولينو دموټر چلوونکي ګړندى تګ او نه پاملرنه ددغه موټر د  چپه کيدو اصلي انګيزه وبلله .
د دغې پيښې يو عيني شاهد شاه ولي وايي چې موټر په زيات ګړنديتوب سره له واټ څخه ووت او له سلګونو مترو په واټن په سيند کې وغورځيد.
د دغې پيښې ټپيان په داسې حال کې چې روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى؛  د در ملنې لپاره د کابل ښار روغتونونو ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته