دکابل په شمال کې يو کيبلي پل پرانستل شو

 کابل / د چنګاښ ٢مه / باختر

په  ګلدرې ولسوالۍ کې  يو کيبلي پل پرانستل شو.

دغه پل په لسګونو کلي د ګلدرې ولسوالۍ له  بازار او د کابل – پروان لوى واټ         سره نښلوي.

د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت  وايي د دغه پله په جوړولو کې ٤ ميليونه افغانۍ لګول شوي دي.

دغه پل  د٥٠  مترو په اوږدوالي او ٥ مترو په سور د کليو د اوسيدونکو په غوښتنه د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې  جوړشوى دى.

ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته