دکابل په شاوخواکې د دوو ترافيکي پيښو له امله درې تنه ووژل شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
دکابل _ جلال آباد په لويه لاره کې نن سهار د يوې ترافيکي پيښې له امله يو پلار او زوى ووژل شول.
دکابل دترافيکي پيښو آمر سمونوال عبدالمالک باخترآژانس ته وويل: پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو زرنج موټر سايکل  له جلال آباد ښارڅخه دکابل په لور را روان و او د وريښموتنګۍ په ساحه کې له واټ څخه ووت او په سيندکې  ورغورځيد چې په دې پيښه کې پلار او زوى دواړه ووژل شول او وژل شوي کسان د شهداى صالحينو اوسيدونکي دي.
ديوبل خبرله مخې: دپغمان ولسوالۍ د ارغندي چوک په ساحه کې نن سهار د دوو سراچه موټرو د ټکر له امله يو پنځه څلويښت کلن سړى ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته