ټولنه

دکابل ولايت په خاک جبار ولسوالۍ کې دڅوارلسو پرمختيايي پروژو کار پيل شو

کابل باختر دوږي  ديارلسمه :
دکابل ولايت  په خاک جبار ولسوالۍ کې  نن دڅه دپاسه شلو مليونو افغانيو په لګښت دڅوارلسو  پرمختيايي پروژو کار پيل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکابل والي محمد يعقوب  حيدري دخاک جبار ولسوالۍ  په يوه کلي کې  داوبو دکانال  او زيرمې دجوړولو  دپروژې  دکار دپيل په مراسموکې  ،  په دغې ولسوالۍ کې  دپرمختيايي پروژو پلې کول د اوبو رسولو اوکرکيلې  په برخه کې  دخاک جبار داوسيدونکودځينو ستونزو دلرې کولو لپاره اغيزمن ګام وباله او ددغې ولسوالۍ  له خلکو څخه يې وغوښتل چې ددغو پروژو په پلې کولو او دهغو دامنيت په تامينولو کې له حکومت اوسيمه ئيزې ادارې سره همکاري واوسي .
وروسته دکابل ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس احمد راشد  خسروي ددغه  رياست دفعاليتونو په اړوند دمعلوماتو په وړاندې کولو سره دخاک جبار ولسوالۍ دپرمختيايي پروژو د کيفيت لوړول او دقيقه څارنه ددغه رياست دبرنامولومړيتوبونه وبلل .
ده دغه راز دروان کال  په بهير کې  په دغې ولسوالۍ کې دڅه دپاسه پنځلسو نورو پروژو  دپلې کولو خبرورکړ چې ټاکل شوې ده  دچينو دپاکولو او داستنادي  ديوالونو دجوړولو په برخو کې کار يې پيل شي .
په همدې ترتيب دکابل ولايت دکرنې اوبولګولو او مالدارى  رييس عمر جان منګل دخاک جبار ولسوالۍ دسنګي دکلي دسربند د جوړولو دپروژو دکار ، په بڼوالو  دکمياوي سرې ، داوبو لګولو دوسايلو او دزعفرانو دوچولو دماشين دويش او داجرا په حال کې  د نورو پرووژو په اړوند دمعلوماتو په وړاندې کولو سره دبرملنګ  په کلي کې ددوو نورو پروژو دپلې کولو خبرورکړ چې ټاکل شوې ده کار يې په ډير لنډ ممکن وخت کې پيل شي .
وروسته دخاک جبار ولسوالۍ دشورا رييس حاجي زيارت ګل ددغه ځاى داوسيدونکو دځينو ستونزو په بيانولو سره دکابل له والي  څخه دهغو دڅيړنې او حل کولو غوښتنه وکړه .
په پاى کې يوشمير هغو ملکي او نظامي منسوبانو ته چې دخاک جبار  ولسوالۍ دخلکو دستونزې دڅيړنې او دامنيت دتامينولو په کار کې  هڅې کړې وې دکابل دوالي محمد يعقوب  حيدري له خوا دستاينې لوحې ورکړى شوې .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته