ټولنه

دکابل ولايت مخورو او مشرانو له محمدکريم خليلي سره وکتل.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
دکابل ولايت دبيلابيلو سيمو يو شمير مشرانو او مخورو نن له غرمې وروسته د جمهور له دويم مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل او دخپلو سيمه  ييزو ستونزو په باب يې ده  ته څرګندونې  وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
په دې غونډه کې چې په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازې نظيفې ذکي هم حاضره وه  برخه والو دقلعه زمانخان  د سړک ، د ده خدايداد   د ښوونځۍ او روغتيايي کلينيک او دکابل دنورو سيمو د سيمه ييزو ستونزو دحل کولو په لاره کې د جمهور رييس دمرستيال دهلو ځلو له امله دقدردانۍ په ترڅ کې دهغو د نورو ستونزو دڅيړنې په باب يې غوښتنې طرحه کړې.
دقلعه فتوح مشرانو، په سميه کې دښوونځۍ دجوړولو لپاره د خنډونو جوړول
داړوندو ادارو له خوا په  پرمختيايي پلان کې د روغتيايي کلينيک دجوړولو نه شاملول ، کروندګرو  او بزګرانو ته د لازمو آسانتياو ته   برابرول ، د قلعه فتوح   قلعه   زمانخان   ترمنځ  د سړک دنه قيرکول او  د بريښنا کمښت خپلې اساسي 
ستونزې وبللې.
د دريم او څلورم مکرويانونو مشرانو او مخورو  هم په دغه سيمه کې ديو روغتيايي کلينيک جوړول دسيمې د اوسيدونکو له   مهمو اړتياو څخه وبلل او په  اړونده ناحيه کې يو روغتيايي کلينيک ته دځانګړې شوې ځمکې دغضب له امله انديښنه څرګنده کړه .
دکلاي احمد خان دخلکو سيمه ييزو استازو هم دڅښاک  روغتيايي اوبو کمښت
د اوبو  دليږدونې په نل ليکه کې تخنيکي ستونزې چې دخلکو او دنړيوالو موسسو له خوا برابر شوي دي ، په دې سيمه کې د روغتيايي مرکزونو نشتوالى  ، دڅه دپاسه شپږ کيلومتره سړک  دنه قيرکيدو دهغه تفريح ځاى ته پراختيا چې  دوى ته ځانګړى شوى دى  او په دې  سيمه کې دپرمختيايي پروګرامونو نه تطبيق يې دخلکو دجدي ستونزو په توګه طرحه کړى او وړانديزې وکړ چې په قلعه احمد خان کې دحياتي سواد موجود ښوونځۍ دې منځنۍ ښوونځي  ته لوړ کړاى شى  او هغه عمومي اديره چې په سيمه  کې شته هم د قلعه احمد په نامه ونومول شي .
دوى دحج او اوقافو له  وزارت څخه وغوښتل چې ددغې سيمې دجامع جومات په جوړولو اقدام وکړي .
د ده خدايداد او د بر ارغندې  د سيمو مشرانو هم د برارغندې  په سيمه کې دنوې جوړ شوي  پله دتخنيکي دستونزو دحل کولو دسيمې دجومات دبريښنا دتمديدولو او دانساني او څارويو کلينيکونو جوړول يي دخپلو ستونزو او غوښتنو په توګه طرحه کړل.
دبي بي مهرو دسيمي دخلکو  دروغتيااوسلامتيا لپاره دمخابراتي  آنتنونو له امله  سيمه ييز زيانونه   خطرناک   وبلل  اوپه دې  برخه کې يې داړوندو  ادارو د  پاملرنې غوښتنه  وکړه.

وروسته دجمهوررييس مرستيال محمدکريم خليلي دميلادالنبي دورځې له امله 
د مبارکۍ دڅرګندولو  په ترڅ کې هيله وکړه چې ددغو مبارکو ورځو  په  برکت
دافغانستان دخلکو ستونزې خل شي .
ده په ولسي جرګه  کې دکابل دخلکو له استازې نظيفې  ذکي او  دکابل دبيلابيلو سيمو  او ناحيوله نورو مشرانو  او مخورو څخه چې دخلکو دستونزو دحل او دهغو دغوښتنو دڅيړنې  په لاره کې هلې څلې کوي مننه او قدردانې وکړه.
دجمهوررييس  مرستيال ددولتي ادارو مسوولين  دخلکو خدمتګاران  وبلل  او ويې ويل  څرنګه چې دکابل د يوشمير ناحيو ستونزې  او اړتياوې حل شوي دي  خوشحاله  دى اودهغوي له سيمه ييزو ستونزو سره د مقابلې په لاره کې دخلکو دصبر او زغم له امله  قدرداني کوي  .
دجمهوررييس مرستيال ددغو سيمو دخلکو دغوښتنو دڅيړنې په باب څرگنده  کړه چې طرحه شوي   موارد په   دقت سره   څيړې او د  خلکو دستونزو  دحل او دلازمو خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې اړوندو دولتي ادارو ته به   لازمي لارښوونې وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته