امنیت

دکابل ولايت د امنيه قوماندان څرګندونې

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣
د کابل ولايت امنيه قوماندان وايي چې د کابل ښار په کلوله پشته کې په پارک پلس هوټل د بريد په باب زياتې موضوعګانې روښانه شوې او په دې باب تحقيقات لا تراوسه پورې دوام لري.
ده زياته کړه: د تحقيقاتو په بهيرکې روښانه شوه چې د دغه هوټل د شريکانو ترمنځ اختلافونه شته، خو په دې باب د زياتو جزيياتو له ورکولو څخه يې ډډه وکړه .
په دغه هوټل په بريدکې چې د روان کال د ثور د مياشتې په ٢٤ شپه ترسره شو؛ د دريو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
د کابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي چې نن په دې باب د جزياتو د وړاندې کولو په مقصد د ولسي جرګې د داخلي امنيت کميسيون ته غوښتل شوى و؛ وويل چې د دغې پيښې د رامنځته کيدو د څرنګوالي په باب زياتې موضوعګانې روښانه شوې ، خو د موضوع د حساسيت په دليل نشي کولاى په دې باب زياتې خبرې وکړي.
ده وويل: دغه بريد ډله ييز نه و او يرغلګر د دغه هوټل يو ميلمه و چې له دغې پيښې څخه ٣ ورځې مخکې هوټل ته ننوتى و.
ده زياته کړه چې په دې بريدکې امنيتي ځواکونو چټک عمل وکړ او د يرغلګر په وژلو سره يې وکولاى شول؛ ٥٤ تنه له دغه هوټل څخه وژغوري.
په همدې حال کې د ملي امنيت رييس وايي چې دغه بريد په کابل سرينا هوټل له بريد سره چې نږدې دوه کاله مخکې ترسره شو، ورته والى درلود.
په هغه بريدکې يرغلګرو جنګي وسايل په خپلو بوټانوکې په بشپړه توګه خوندي ځاى ته ليږدولي و؛ په هغه پديده کې د يوې ښځينه خبريالې او د هغې د ماشوم په ګډون نهه تنه وژل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته