دکابل ولايت حکومتي او امنيتي مسوولانو په دغه ولايت کې دامنيت دتامينولو لپاره دزياتې همغږى غوښتنه وکړه .

-کابل باختر د تلي دويمه : دکابل ولايت حکومتي او امنيتي مسوولانو په دغه ولايت کې دامنيت دتامينولو لپاره دزياتې همغږى غوښتنه وکړه . دباختراژانس دخبرله مخې ، دسولې نړيواله ورځ نن په کابل کې ديوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه . دکابل والي محمد يعقوب حيدري په دې غونډه کې وويل چې سوله زموږ د ټولنې ستره اړتيا ده اوبايد د سولې په ټينګښت سره په هېواد کې روانه جګړه پاى ته ورسوو . ده وويل ټول خلک دې په وحدت سره يو بل ته لاسونه ورکړي اودروانې جګړې پرخلاف ودريږي او دغه څلويښت کلنه جګړه پاى ته ورسوو . ده زياته کړه چې دامنيت دلازيات ټينګښت په خاطر ددښمن په وړاندې ځاني دفاع يواصل وبولو . وروسته دکابل ګارنيزيون قوماندان جنرال مراد علي مراد خبرې وکړې او ويې ويل چې دهرې جګړې پاى سوله ده . او ددايمي سولې په لور يون يواصل دى . ده وويل چې دافغانستان ټول خلک اوقشرونه په هېواد کې دجګړې دپاى ته رسيدو او دسولې دتامين هيله لري . ده وويل چې بايد دنړيوالې ټولنې له خوا دتروريزم پرخلاف صادقانه مبارزه وشي . دغه راز دکابل د١٠١اسمايي زون قوماندان جنرال سيد محمد روشندل خبرې وکړې او ويې ويل چې په هېواد کې روانه جګړه دځينو ګاونډيو هېوادونوله خوا تپل شوې ده تر هغه وخته پورې چې ددغې جګړې ملاتړي له منځه لاړ نه شي سوله به تامين نه شي . ده وويل چې دسولې په ټينګښت سره په ټولو برخو کې ابادي او سمسورتيا رامنځته کېږي . ده زياته کړه بايد سوله په هره بيه چې وي تامين شي . ده له کابل ښاريانو څخه وغوښتل چې دامنيت په تامينولو او دجنايتکارانو او تروريستانو په نيولو کې له پوليسو سره همکاري وکړي . په پاى کې دځوانانو دمدني ټولنې دانجمن رييس فردين فدايي هم په هېواد کې دسراسري سولې په تامينولو ټينګار وکړ . ختم_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته