دکابل د ١٠١ اسمايي زون د اور وژنې د مديريت خبرتيا
کابل باختردليندۍ دمياشتې ٣٠ :
دکابل د ١٠١ اسمايي زون د اور وژنې د مديريت خبرتيا
کابل ښاريانو ته ددغو ټکو خبرورکول کېږي :
د ګازي او ډيزلي بخاريو او منقلونو د پيرودنې اوکارولو په وخت کې پاملرنه اوکوښښ وشي چې د اړتيا وړ وسايل يې د نړۍ په معتبروکمپنيوکې توليد او ستندرد وي.
هغه ګازي او برقي بخاري او منقلونه چې د پخلى او دکورونو د تودولو لپاره کاروي؛ د خوب او استراحت په وخت کې ټول مړ، چک او کنټرول کړي او د ګازو کپسول له خونې څخه په ازاده فضا کې کېږدي.
د ګازي بخاريو او منقلونو دکارولو په وخت کې په هغه صورت کې چې د ګازو بوى حس کوي؛ ډېر ژر هغه مړاو علت يې پيدا کړئ او د نواقصو په لرې کولو يې اقدام وکړئ.
هغه برقي بخاري او منقلونه چې مزې يې شارت او يا د مقاومت له پلوه کمزورې وي؛ هيڅکله ونه کاروئ. د بريښنا زاړه مزې نوى کړئ؛ د بريښنا اتومات فيوزونه ولګوي اوهيڅکله برقي وسايل په خپل سر مه ترميموئ .
له ښاريانو، شرکتونو او نورو دولتي ادارو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې د بريښنا د بهير په وخت کې په يو وخت کې له ټولو برقي وسايل ونه کاروي چې دغه عمل د برېښنا په برجونو او جين بکسونوکې د زيات فشارسبب کېږي.
د سترو اورلګيدنو اوخطرونو احتمال شته، په خپلو دفترونو، شعباتو او دوکانونو کې له ډوډۍ پخولو ډډه وکړئ. دغه راز په خپلو کورونو او ګودامونوکې دروغنياتو دګازو په شان د اورلګيدنو توکوله زيرمه کولو څخه ډډه وکړئ.
هغه ذغالي اجاقونه او منقلونه چې تازه کوى پاملرنه وشي چې شنې لمبې لږې او په سپنې لمبې بدلې شي، وروسته په صندلي کې کېښودل شي او وکارول شي. اورلګيد او برقي وسايل چې تودوخه او لمبې توليدوي؛ له ماشومانو څخه لرې وساتل شي اوخپل ماشومان په کورونوکې يواځې مه پريږدئ. له کورونو، دوکانونو ، دولتي او شخصي ادارو څخه له وتلو يو ساعت مخکې د تودولو ټول وسايل او د بريښنا بهير وشلوئ وروسته له سيمې څخه ووځئ .
د اور او د نورو لوګۍ د کتنې په صورت کې له ٠٢٠٢١٠١٣٣٣ او ٠٢٠٢١٠٤٠٠٧ څلرويشت ساعته ټيلفونونو له لارې د کابل د اور وژنې له مديريت سره اړيکه ونيسئ د مرستې او همکارى غوښتنه وکړئ.
له ټولو دولتي او شخصي موټرچلوونکو څخه غوښتنه کېږي چې د اور وژنې د آلارام د اورېدو په وخت کې دې د واټ له کيڼ اړخ څخه استفاده وکړئ او د اور وژنې وسايطو ته د لومړيتوب حق ورکړئ.