دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ پوليس له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږي کې دپلان له مخې دنوى کال په ورځو ځانګړي امنيتي تدبيرونه نيولي دي
دغه راز په امنيتي پوستو برسيره په ټولو سيمو کې دپوليسو ګرځنده ګزمي په دوامدار ډول شتون لري او دپوليسو څوارلس زره پرسونل موظف شوي دي. چې دنوى کال په ورځو کې دامنيت اوعامه نظم دتامينولو په خاطر دخلکو په خدمت کې وي .
دغه رازپه ميله ځايونواوهغوځايونوکې چې خلک دتفريح لپاره ځي دپوليسو شتون زيات دي.
دکابل پوليس هيله لري چې د دوي په هلو ځلوسره خلک وکولاي شي دنوى کال ورځې په خوښي سره تيري کړي اودکابل له شريف خلکو څخه له پوليسوسره دهمکاري غوښتنه کوي .
ښاريان کولاي شي دمشکوکو افرادو اويا دکوم مشکوک عمل دليدنې په صورت کې دسيمې دپوليسو نږدي امنيتي پوستي ته خبرور کړي اويا دپوليسو له عاجلو شميره سره اړيکي ونيسي .