کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
دکابل د نړيوال هوايي ډګر دګمرک د مسافرينو اته تنه کارکوونکي دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د معينيت له خوا وستايل شول .
دباخترآژانس دخبرله مخې: دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دمعينيت يو تن چارواکى جنرال ميرز احمد وويل: دکابل د نړيوال هوايي ډګر د ګمرک د مسافرينو د مديريت اته تنه کارکوونکي چې د نشه يې توکو د قاچاقو د مخنيوي په لاره کې يې خپلى دندې په ښه توګه ترسره کړې وې، وستايل شول.
دکورنيو چارو وزارت دغه مقام دنشه يي توکو دقاچاقو په مخنيوي کې دکابل د هوايي ډګر د ګمرک د مسافرينو د مديريت دکارکوونکو کار وستايل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ