دکابل د زاړه ښار د قاضي فيض الله د ګذرد حضرتانو جومات بيا پرانيستل شو
کابل باختردمرغومي دمياشتې ٢٧ :
پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدم رهين نن دکابل د زاړه ښار د قاضي فيض الله په ګذرکې د حضرتانو جومات بيا پرانيست.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې: د حضرتانو جومات د تېرو پيښو له امله سخت ويجاړشوى و او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د امريکايي ځواکونو د بيا جوړولو د برخې په همکارى ترميم شوى دى.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين د دغه جومات د پرانيستلو په مراسمو کې خبرې وکړې او ويې ويل: ((د حضرتانو جومات د ترميم لپاره د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لومړني طرحه وه او ډېر سخت زيان ورته اوښتې و اوله نيکه مرغه څه موده مخکې امريکايي دوستان دې ته حاضر شول چې په دې اړوند مالي مرسته وکړي چې دغه مقدس ځاى بيا جوړ اوپرانيستل شي.))
ډاکتررهين زياته کړه: ((دا په کابل ښارکې لومړني تاريخي جومات نه دى چې موږ يې د امريکايي دوستانو په مرسته ترميموو؛ د ملامحمود جومات ، د ګلدسته جومات او دعليا جومات چې د شاه امان الله غازي مورته منسوب دى؛ هم ددغه وزارت له خوا د امريکايي دوستانو په همکارى ترميم شوي دي .))
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه چې دغه جومات په کابل کې د اتلسمې پيړۍ دپاى له ډېرو سترو يادګارونو څخه دى. هغه په زړه پورې پيښې چې په دې جومات کې شوي دي؛ يوه هم د مشروطيت او د افغانستان د خپلواکۍ په باره کې خبرې وې چې د شاه امان الله او دحضرت صاحب د نيکه ، حضرت شمس المشايخ مجددي ( رح ) ترمنځ وشوې .
ده دغه راز د امريکايي دوستانو او د ساختماني شرکت د مرستې له امله چې دمعماري د اصالت په ساتنې سره د دغه مقدس ځاى په بيا جوړولو کې کړي دي؛ قدرداني وکړه .
په دغو مراسمو کې پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي په دې ترڅ کې چې دمقدسو اوتاريخي اماکنوپه بيا جوړولو کې يې د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکتر رهين د پاملرنې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې د افغانستان په دوو تاريخي جوماتونوکې يو د شور بازار جومات او بل همدغه جومات چې د بالاکوه په نامه هم ياديدې؛ د هېواد ستر روحاني مشران راټوليدل او خلکو ته يې نيکې لارې ته لارښوونه کوله .
پروفيسر مجددي د دغه جومات د بيا جوړولو په مقصد د امريکا دمتحده ايالاتو دمالي مرستو له امله هم قدرداني وکړه.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترمميمولو رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحدعباسي د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه تاريخي جومات چې په يو وخت کې نږدې زر تنه لمونځ کوونکي پکې ځاييږي؛ د تېرو پيښوله امله نيمه ويجاړ شوى و او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په پاملرنه په څه دپاسه يوکال کې بيا جوړشوى دى.