ورزش

دکابل د بيګ بير ټيم د زونونو د فوټبال د سياليو اتل شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
دکابل د فوټبال د بيګ بير ټيم د زونونو د سياليو اتل شو.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د افغانستان د زونونو د کلپونو د فوټبال د اتلولى په وروستۍ پړاو دکابل د بيګ بير او د کندز د شاهين ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه د صفر په وړاندې په دريو سره د کابل د بيګ بير ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم د افغانستان دکلپونو د اتل ټيم په توګه وپيژندل شو.
دغه سيالۍ د نهو ورځو لپاره په غازي لوبغالي کې ترسره شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته