امنیت

دکابل دوروستيو پيښو په بهيرکې اوولس تنه جګړه مارطالبان اودپوليسو اته تنه منسوبين ووژل شول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨ :

دکابل دساحوي زون دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دکشف اوتحقيق رييس  وايي  چې  دامنيتي ځواکونوله خوا دکابل ددارلامان په ساحه کې دوسله والو جګړه مارانو دوروستي سنګر په تصفيه کولوسره  حالت عادي بڼه  غوره کړى دى .

دکابل دپوليسو دغه جګپوړي مقام دباختراژانس خبريال ته وويل په کابل کې دتيرواتلسو ساعتونو پيښو په بهيرکې  اته تنه پوليسان شهيدان شوي دي اوڅلور څلويښت تنه نورچې زياتره يې پوليس دي ټپيان شوي دي .

جنرال ظاهر ټينګار وکړ چې په دغو پيښو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى رسيدلى  او دغه راز دپيلوماتيکي ساحې هم خوندي دي .

ده کابل ښاريانو ته ډاډ ورکړ چې حالت ترکنترول لاندې دى  اويو خاص ټيم دوروستيو پيښو په باب څيړنې کوي .

يوبل امنيتي خبرځاى وويل چې دکابل  په وروستيو پيښو  کې اوولس تنه جګړه مار طالبان وژل شوي دي اويوشميرنوريې نيول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته