امنیت

دکابل دهوايي ډګر قوماندانۍ دترکيې ځواکونو ته سپارل کيږي .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
دترکيې  وسله وال ځواکونه  په افغانستان کې دايساف له نړيوالو ځواکونو څخه سرله سبا  دکابل دنړيوال هوايي ډګر قوماندانۍ  په غاړه اخلي .
  دباختراژانس دخبر له مخې ، په هغې خبرتيا کې چې  دترکيې داردو لوى درستيز په خپل رسمي بلوتن کې  په انترنت کې  خپره کړه  په کابل کې  ميشت  ترکي  ځواکونه به له فرانسې څخه  دحامدکرزي  دنړيوال هوايي ډګر  قوماندانۍ ترلاسه کړي .
  په دې خبرتيا کې دې ته په اشارې سره چې دترکيې  داردو ځواکونه به  په افغانستان دخپلې دندې  دترسره کولو په وخت کې تل له نورو بهرنيو  ځواکونو  او په تيره بيا دافغانستان له مقاماتو سره  په نږدې اړيکه کې وي، زياتوي . 
دترکيې  وسله وال ځواکونه به  په څليرويشت ساعته ډول او داوونۍ  په اوو ورځو کې  ددغه ډګر دپوځي او غير پوځي  هوايي ډګرونو دامنيت دتامينولو لپاره  هڅه او هاند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته