ټولنه

دکابل دطبي پوهنتون يوشمير استادان وستايل شول .

کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
دمشرانوجرګې دويم نايب  ډاکتر محمد اصف صديقي نن  دکابل دطبي پوهنتون له يوشيمر استادانوسره په کتنه کې دښوونې او روزنې او دځوانانو کادرونو دپالنې او په روغتونونوکې هيوادوالو ته دطبي خدمتونو دوړاندې کولو په برخو کې دهغوى کړنې او فعاليتونه وستايل  اودمشرانوجرګې ستاين ليکونه يې هغوى ته ورکړل . 
ديوبل خبر له مخې، د ٢٠١ سيلاب قول اردو دملي امنيت دهمغږۍ  مسوول نن دسرحدي او سيمه ئيزو پوليسو په تشکيل کې دکمښت او دبريښنا د نشتوالي دکورنيو بې ځايه شويوکسانو ستونزه اوپه دغه ولايت کې په خپل سر دځنګلونو دغوڅولو  مسئله دمشرانوجرګې له دويم نايب سره طرحه کړه او دستونزودحل کولو غوښتنه يې وکړه .
دمشرانو جرګې دويم نايب  ژمنه  وکړه چې ددوى ستونزې به داړوندو کميسونونو له لارې له مسوولينو سره طرحه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته