ښوونه او روزنه

دکابل دحوزې د داوطلبانو دکانکور دازموينې داخيستلو لپاره تيارى نيول شوي دي

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په مقصد  دروان کال  دسلواغې دمياشتې  په لومړى اوونۍ کې  دکابل دحوزې  دداوطلبانو دکانکور دازموينې  داخيستلو لپاره  تيارى نيول شوي دي .
دلوړو زده کړو وزارت وياند پوهندوي عبدالعظيم نوربخش نن باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په ټول هيواد کې  دلوړو زده کړو په موسسو کې  دشموليت دکانکور  دازموينې داته ديرشو حوزو له جملې څخه تراوسه پورې په پنځه ديرشو حوزوکې  ازموينه اخيستل شوي دي ،  دبلخ ولايت په حوزه کې  دازموينې داخيستلو  بهير دوام لري او يوازې دکابل  اوننګرهار دحوزو دکانکور ازموينه  پاتې ده .
ده زياته کړه  چې دکابل دحوزې  دداوطلبانو دکانکور دازموينې  داخيستلو لپاره  تيارى نيول شوي دي  که چيرې  کومه تخنيکي ستونزه پيدا نه شي  دکابل دحوزې  ازموينه به  دروان کال  دسلواغې دمياشتې  په لومړى اوونۍ کې واخيستل شي .
  نوربخش زياته کړه چې دکابل دحوزې  دکانکور په ازموينه کې به  اتيا زره تنه  داوطلبان  ګډون وکړي  او دغه ازموينه به په څو پړاونوکې واخيستل شي  چې په هر پړاو کې به  څه ناڅه  دولس زره تنه  داوطلبان  برخه واخلي .
ده زياته کړه  چې په دې بهير کې دشفافيت  ،  دعدالت دتامينولو اودغير مسوولو کسانو  دنه  لاس وهنې په خاطر په لازمو اقداماتوسره  امنيتي تدبيرونه  نيول شوي دي  اود کانکور دازموينې دبهير  دلازيات  شفافيت لپاره  تصميم  نيول شوي دي  هر داوطلب  چې  په هر ولايت کې  له دولسم ټولګي  څخه فارغ شوې وي  يوازې په اړونده ولايت کې دازموينې د ورکولو حق لري  او په دې باب هيڅ راز عذر  نه منل کيږي .
  دلوړو زده کړو وزارت وياند ددې تر څنګ چې  دکانکور دازموينې  دلاشفافيت په خاطر  ددغه وزارت  دهڅو او هاند په باب  معلومات ورکړل او ويې ويل  چې دلوړو زده کړو ، پوهنې ، ماليې  ، کورنيو چارو ، ملي دفاع  ،مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ،  حج او اوقافو ، اطلاعاتو او فرهنګ او د ترانسپورت  او ملکي هوايي چلند  دوزارتونو ، دملي امنيت دلوى رياست او دسيمه ئيزو ارګانونودخپلواکې ادارې په ګډون کميسيون  جوړ شوي دي  او په اوونۍ کې يوځل  خپلې غونډې په منظم ډول  په ټاکلو حوزو کې په شفاف اوښه ډول  دکانکور دازموينې  داخيستلو په لاره کې  دلازمو  تياريو دنيولو او دچلنجونو دڅيړنې په خاطر  جوړوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته