ښوونه او روزنه

دکابل دحوزې دکانکور ازموينه دسلواغي دمياشتې په لومړيو وختوکې اخستل کيږي .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
دکابل دحوزې دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور ازموينه به دروان کال دسلواغي دمياشتې  په لومړيو وختو کې واخستل شي .
دلوړو زده کړو وزارت وياند پوهندوى عبدالعظيم نور بخش  دباختراژانس خبريال ته وويل که چيرې کومه تخنيکي ستونزه رامنځته نه شي  دکابل دحوزې دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور ازموينه دسلواغلي دمياشتې په لومړيو  وختو کې  په څو پړاونو کې اخستل کيږي چې نږدې  اويا زره تنه داوطلبان پکې ګډون وکړي .
ده زياته کړه چې دروان کال دکانکور په ازموينه کې به له ټول  هيواد څخه  درې سوه زره تنه داوطلبان ګډون وکړي او له دې جملې څخه هغه کسان چې په برياليتوب سره ازموينه ورکړي او لوړې نمرې  واخلي پنځه پنځوس  زره  تنه يې دلوړو زده کړو په موسسو کې منل کيږي .
دلوړو زده کړو وزارت  ويندوى زياته کړه چې دهيواد په ګوټ ګوټ کې دکانکور دازموينې داته ديرشو حوزو له جملي  څخه تراوسه پورې په نهه ويشتو حوزو کې  ازموينه  اخستل شوې  ده چې په هغو کې نهه نوي زره درې سوه پنځوتنو  داوطلبانو ګډون کړى و او يواځې دکابل ، هرات ، بلخ ، پروان ، ننګرهار او دبغلان  دولايتونو د حوزوازموينې پاتې دي .
نور بخش زياته کړه چې په زياترو ولايتونوکې دکانکور دازموينو بهير دقناعت وړ دى او په کاپيسا ولايت کې دحوزې دممتحن رييس درپوټ له مخې، دولايتي شورا دغړو او دزبرځواکو دلاسوهنې په خاطر د څو ځايونو ازموينه  لغوه شوه او دميدان وردګو ولايت دکانکور دازموينو په حوزه کې ديوه ځاى ازموينه هم دزياتو سرغړونو له امله لغوه شوه چې ټاکل شوې ده  ددغو حوزو دداوطلبانو ازموينه وروسته واخستل شي .
ده څرګنده کړه  چې دلوړو زده کړو ، پوهنې ، ماليې ،کورنيو چارو ، ملي دفاع ، مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي ، حج او اوقافو ، اطلاعاتو او فرهنګ او دترانسپورت  اودملکي هوايي چلند دوزارتونو ، دملي امنيت دلوى رياست اودسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې په ګډون يو کميسيون  جوړ شوى دى  او په اوونۍ کې يوځل په ټاکلو حوزوکې په شفاف او ښه ډول دکانکور دازموينې  داخستلو لپاره د ستونزو دڅيړنې او دلازم تياري  دنيولو په خاطر منظمې  غونډې جوړوي او هر ارګان  دندې اومسوولينو ته  مشخصوي .
ده زياته کړه چې دکانکور ازموينه يو ملي ، سراسري  ، رقابتي او شفاف بهير دى اوهيڅوک اويا ارګان پکې دخالت  نه لري او په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو  په موسسو کې دشموليت يواځنۍ لاره ، وړتيا ، لياقت او دداوطلب له خوا دمعياري  نمرو اخستل دي .
دکانکور داوطلبان دې دجعلکارو عناصرو له خوا ونه غولول شي اوددغه بهير دقانوني  او شفاف حق دفاع اوملاتړ وکړي او ددغه شان څيروپه افشا کولو کې دې له امنيتي ارګانونوسره همکاري وکړي .
ده زياته کړه چې په دې بهير کې دشفافيت ، دعدالت دتامينولو او دغير مسوولو کسانو دنه لاسوهنې په خاطر  په لازمو اقداماتو سره امنيتي تدبيرونه په پام کې نيول شوي دي اودکانکور دازموينې دبهير دلازيات  شفافيت لپاره تصميم نيول شوى دى  هر داوطلب  چې په هر ولايت کې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى وي يواځې  په اړونده ولايت کې دازموينې دورکولو حق لري او په دې  باب  هيڅ راز عذر نه منل کيږي .
دلوړو زده کړو وزارت  ويندوى ددې تر څنګ چې په لازيات شفاف ډول دکانکور دازموينو داخستلو په خاطر ددغه وزارت  دهڅو او هاند په باب معلومات ورکړل ويې ويل چې دلومړي ځل لپاره د مرکز او ولايتونو دپوهنتونونو او دلوړو زده کړو وزارت په مشرۍ دپوهنتونونو داستادانو داتحاديو درييسانو په ګډون  دلوړو زده کړو  وزارت په کچه  دکانکور دازموينې  ملاتړيز کميسيون  جوړ شوى دى چې دکانکور دازموينو بهير ددغه بهير دلازيات شفافيت  په مقصد له پيل څخه  دپايلواو نتيجو تر اعلامولو پورې مرسته او همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته