کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دخنجان ولسوالۍ اوسيدونکو دکابل _ بغلان لويه لاره بيا وتړله .
دبغلان ولايت دخنجان ولسوالۍ اوسيدونکو دپکتيا ولايت په جاني خيلو ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو له کلابندۍ څخه دملي اردو دځواکونو په ازادولو کې دحکومت دنه پاملرنې پرخلاف داعتراض په توګه په مظاهرو او لاريون لاس پورې کړ او دکابل _ بغلان لويه لاره يې دترافيکوپرمخ وتړله .
دخنجان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال قدرت الله اخلاق د باختراژانس خبريال ته وويل: اعتراض کوونکو چې شمير يې له دوه سوه تنو څخه اوښته دخلکو داستازو او دامنيت شورا دغړو په مشورې سره دغه لويه لاره نن له غرمې مخکې ترلسو بجو پورې پرانستله خو دجاني خيلو له ولسوالۍ څخه دټپيانو اومړو په نه رسيدو سره يې لاره بيا دترافيکو پرمخ وتړله .
ددغو مظاهرو يوبرخه وال حاجي مراد چې دده دخوريي مړى په جاني خيلو کې دى وايي چې له دوو ورځو راپديخوا دجاني خيلو امنيتي منسوبين دوسله والو طالبانو په کلابندۍ کې دي او دخلکو له بيا بيا غوښتنو سره سره دولت دمړو او ټپيانو دليږدونې په برخه کې عملي اقدام نه دى کړى .
دغه کسان وايي تر هغه وخته پورې چې دولت زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي دغه لاره به تړلې وساتو .
دترلاسه شويو معلوماتو له مخې دپکتيا ولايت دجاني خيلو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ ټول منسوبين دبغلان ولايت دخنجان او اندراب اوسيدونکي دي ځکه ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندان سيد ناصر خنجاني دى خو دبغلان ولايت امنيه قوماندان وايي ددواړو ولايتونو امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې ټپيان او مړي دجګړې له ساحې څخه وليږدوي او په دې برخه کې هلې ځلې په جدي توګه دوام لري .
2 1 دقیقه لوستل