سیاست

دښځو په چارو کې دملګروملتو دسازمان نوي استازې دښځو په ځواکمن کولو کې ددغه سازمان دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د ثور  دريمه :
  دبهرنيو چارو وزارت  سرپرست  حکمت خليل کرزي  نن په افغانستان کې  دښځو لپاره  دملګروملتو دسازمان  دادارې  له نوي رييسې  ميرمن اليتا ميلير سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت  دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو وزارت  سرپرست  دافغانستان لپاره  دښځو په چارو کې  دملګروملتو دسازمان  داستازې په توګه  دميرمن  ميلير  دټاکل کيدو له امله  مبارکي وويله او دښځو  د ظرفيت دلوړولو او ځواکمن کولو په لاره کې يې  ددغه بنسټ  دتخنيکي همکاريو له امله  مننه وکړه .
  ميرمن ميلير دافغانستان لپاره  دملګروملتو دسازمان  دښځو دچارو دبرخې دکاري پروګرامونو اوموخو او دښځو دظرفيت دلوړولو او ځواکمن کولو په لاره کې  ددغه بنسټ درول په باب  څرګندونې وکړې او ددغې ادارې  دتخنيکي همکاريو  په دوام باندې يې  ټينګار وکړ .  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته