کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
دښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره دمبارزې ملي ستراتيژي او دعمل پروګرام دکابينې دښځو دچارو او جندر کميټې په غونډه کې چې نن دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دمرستيال اوددغې کميټې درئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه ، تائيد شو .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دښځودچارو وزارت دښځوپرخلاف له تاوتريخوالي سره دمبارزې دملي ستراتيژۍ دمسودې دبرابرولو دبهير اودهغو اصلاحاتو مفصل رپوټ غونډې ته وړاندې کړ چې ټاکل شوې وه، عملي شي .
ديادونې وړ ده چې دښځو دچارو او جندر د کميټې په تيره غونډۀ کې دښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره دمبارزې دملي ستراتيژۍ مسوده طرحه او څيړل شوې وه او غونډې پريکړه کړې وه چې دښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره دمبارزې دملي ستراتيژۍ په مسوده کې اصلاحات رامنځته شي او غونډې
ته دې وړاندې شي .
غونډې پريکړه وکړه چې دښځو دچارو او د جندر دکميټې دغونډې وروستي وړانديزونه او اصلاحات هم په وروستۍ نسخه کې شامل شي او دښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره دمبارزې دملي ستراتيژۍ بشپړ متن او دمتن لنډيز د ښځو دچارو دوزارت له خوا چاپ او خپاره شي.
د جمهوري رياست مرستيال دهېواد په مرکز او ولايتونو کې په ټولو دولتي ادارو کې دجندر موضوع دڅارنې په اړتيا بانډې په ټينګار سره وويل ؛ دجندر کميټه يوه له هغو موضوعګانو څخه ده چې په مرکز او ولايتونو کې په ټولو دولتي ادارو پورې اړه لري.
ده زياته کړه ؛ چې دولايتونو د جندر کميټې دواليانو او داړوندو ادارو تر نظر لاندې د جوړيدو په حال کې دي. خو دغه بهېر په وزارتونو کې لازمه چټکتيا نلري.
قانونپوه سرور دانش له هغو وزارتونو او ادارو څخه چې له پخوا څخه يې په خپل تشکيل کې په جندر پورې اړوند واحدونه نلري وغوښتل چې په زيات جديت او هلوځلو سره په جندر پورې داړوندو و احدونوپه جوړولو اقدام وکړي.
دافغانستان دښځو لپاره په ملي کاري پلان کې دلس کلنۍ پاليسۍ جوړښت شامل دى چې دافغانستان دښځو ددايمي ودې او دجنسيت دبرابرۍ لپاره د افغانستان د دولت ژمنه په عملي توګه طرحه کوي ا و په ټولنه کې دښځود مدني او هېوادوالۍ د حقوقو دساتنې په لاره کې ددولت دهڅو دوام او ثبات تامينوي.
دافغانستان دښځو لپاره له ملي کاري پلان سره سم دافغانستان دولت دښځو دحقوقو داعاده کولو په لاره کې هڅه او هاند کوي . دولت ټولو وزارتونو او بنسټونو ته دنده سپاري چې دښځو لپاره دملي کاري پلان شاخصونه په خپلو پلانونو ، پروګرامونو او بودجه کې ځاى کړي او دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړوند خپل مسووليتونه تامين کړي او دښځو دحقوقو دښه والي اودرهبرۍ په پستونو کې دهغوى دګډون فرصتونه برابرکړي.
دغه رازپه دې غونډه کې په افغانستان کې دپروموت او دښځو دمشارکت دپروژې په باب يو رپوټ وړاندې شو.
دښځو دچارو او د جندر دکميټې دغونډې غړو دپوښتنو او دهغو ابهاماتو په طرحه کولو سره چې ددغې پروژې داجرا کولو په اغيزمنتوب او څرنګوالي کې يې لرل ، دپروژې له مسوولينو څخه وغوښتل چې دښځو دچارو او دجندر دکميټې په يوه راتلوونکي غونډه کې دې يو بشپړ رپوټ غونډې ته وړاندې کړي او طرحه شويو پوښتنو ته هم ځواب ووايي.
1 2 دقیقې لوستل