ټولنه

دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر دليندي پنځمه :
دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو نړيواله ورځ نن  داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې  ونمانځل شوه .
   دغه ورځ  په داسې حال کې  په هېواد کې نمانځل کيږي  چې دنظر سنجونو پربنسټ  لاتراوسه پورې په هېواد کې  دښځو پرخلاف  تاوتريخوالى مخ په لوړيدو دى .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امريت له خوا جوړه شوې وه  ، لومړى  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري  خبرې وکړې او ويې ويل  .  چې يوازې  دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو  دنړيوالې ورځې  نمانځنه  نه شي کولى  چې په ټولنه کې  ددغې  پديدې  جرړې  وباسي .
ده په دې باب دهمغږو او اغيزمنو هڅو  غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په دې برخه کې دې  زيات فعاليتونه  ترسره شي .
  دده په باور  دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو لپاره دې په ټولنه کې  دګډې همکارى  زمينه برابره شي . او ښځې دې بايد په ټولنه کې  د خپلواک  هويت په توګه  وپيژندلې شي .  ځکه  دښځې او نارينه له همکارى پرته  دچارو پرمخ بيول  ناشونى کار دى .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د جندر امرې  محبوبې سعادت  هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او ويې ويل  چې نننۍ غونډه  راشئ  هيڅوک هير نه کړو ، دښځو پرخلاف  تاوتريخوالي پاى ته ورسوو په شعار سره جوړه شوې ده .
  محبوبې سعادت وويل  چې دغه امريت دکال په بهير کې په دغه وزارت کې دښځو دملاتړ په مقصد  زيات پروګرامونه  جوړ کړي دي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر دامرې  په باور دښځو پرخلاف  تاوتريخوالي  د زغم وړ نه دى او ناوړې اغيزې  يې  به ټولنې  ته  سخت زيانونه  ورسوي .
  په دې غونډه کې دښځو دچارو دوزيرې  پيغام هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دولايتونو  دهمغږى  دآمر  وحيد  معني  له خوا  ولوستل شو .
دښځو دچارو وزيرې  په دې پيغام کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي  له منځه وړل  د ډله ئيزو هڅو غوښتونکى وباله .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته