دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې کچه ټکان ورکوونکې ده

– کابل – باختر دتلې ١٧
دبشر دحقوقو خپلواک کميسيون دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې په خپل سره مجازاتو ،دښځو دسحراى محاکمې دمواردو دزياتوالې په تيره بيا دناموس دوژنې او دجنسي تيرۍ دزياتوالې له امله انديښنه څرګنده کړه.
دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون دښځو دحقوقو دملاتړ او پرمختيا مسوولې ثريا صحبرنګ نن په يوه خبري غونډه کې وويل :په نړۍ کې دروان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې اتيا ښځې وژلي شوي دي چې شپيته موارده يې دناموس وژنه ده.
دې دغه راز د درې ديرشو مواردو د جنسي تيريو يادونه هم وکړه چې زياتره يې له اتلس کلنې څخه ښکته تنکي ځوانان دي.
ميرمن صحبرنګ دقانون نه واکمنى ،نه پوهاوي ،دمسووليت ته منل،دمصونيت نشتوالې او ادارى فسار دتاوتريخوالې در رامنځته کېدو اساسى عوامل وبلل .
دې دغه راز زياته کړه چې دبشر دحقوقو خپلواک کميسيون دجنسي تيريو او دناموس دوژنو په اړوند دعواملو دپيژندلو او دحل دلارو چارو شمولو په مقصد د روان کال دزمري له مياشتي څخه ملي تحقيق پيل کړى دي او ټاکل شوې ده چې په شپږو مياشتو کې يي پاى ته ورسوى او دوړانديزونو په ګډون بشپړ رپوټ يې دنيمګرتياو او نواقصو دله منځه وړلو په مقصد دولت ته وړاندي کړى او دغه راز دوړانديزونو دتعقيبولو لپاره پلټنې وکړي
ددغې غونډې په بهيرکې دغه راز ددغه تحقيق دپيل کولو دکميټې يو تن مسوول عبدالحد فرزان دتحقيق دلارو چارو په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې وويل :دغه تحقيق يوه ملي بلنه ده چې ټول ارګانونه ،ادارى او رسنۍ دتاوتريخوالې پرخلاف مبارزې کې يو موټي شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته