دښوونې اوروزنې دقوماندانۍ حالت وڅيړل شو .

کابل باختر د ثور پنځه ويشتمه :
دتعليماتو اوپرسونل  په چارو کې دملي دفاع وزارت مرستيال دښوونې اوروزنې دلوى قوماندانۍ تعليمي مرکزونه وڅيړل .
دباختراژانس دخبر له مخې، دتعليماتواوپرسونل په چاروکې دملي دفاع وزارت مرستيال ډګرجنرال بازمحمد جوهري دڅيړنې په بهير کې وويل،  دقوانينو تحقق او تطبيق او دملي اردو دمنسوبينو  دنظامي مسلکي وړتياو لوړول دملي دفاع وزارت او دستر درستيز  دمشرتابه ددندو په  سرکې ځاى لري .
دغه راز ده وويل، دملي دفاع وزارت او دستردرستيز دمشرتابه هيئتونه مکلف دي چې دملي دفاع  وزارت دکاري لومړيتوبونو په رڼا کې  دلارښودو له ارزښتونوسره سم په مسلکي دقت او اګاهانه توګه عمل وکړي اودملي اردو دکيفي اوکمي  اودحالت دلوړولوپه لاره کې  نواقص اونيمګړتياوې  پيداکړي اوله منځه يې يوسي اوهغه ستونزې او نواقص چې له منځه وړل يې دهيئت دصلاحيت په چوکاټ کې نه وي ديو پيشنهاد په ترڅ کې دملي دفاع وزارت  مقام ته وړاندې کړي چې له ٢٠١٤ کال مخکې زموږ دلارې پرسر پراته خنډونه اوستونزې له منځه يوړل شي .
هيئت دملي دفاع وزارت مالي او بودجې ، پيرودنې او اکمال ، روغتيا ، ښوونې او روزنې ، کادر او پرسونل ، مخابرې اوکمپيوتر، شهيدانواو معلولينو ، ملکيتونواودتاسيساتو  برخې اودغه راز دملي اردوداور وژنې څانګه څيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته