ښوونه او روزنه

دښوونکو اعتصاب ديوشمير ښوونځيو دروازې دزده کوونکو پرمخ تړلي دي .

کابل باختر د غبرګولي  شپاړلسمه :
دحقوقو دزياتوالي او داستوګنې دنمرو دويش  په خاطر د يوشمير  ښوونځيو  دښوونکو اعتصاب ديوشمير ښوونځيو دروازې دزده کوونکو پرمخ تړلي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دځينوښوونځيو يوشمير ښوونکو له څو ورځو راپديخوا په اعتصاب لاس پورې کړى دى چې داکار په هيواد کې ديوشيمر ښوونځيو دتعطيل سبب شوى دى .
دوى له حکومت  څخه غوښتي دي چې ددوى حقوق زيات کړي او داستوګنې نمرې پرې وويشي .
  دغه ښوونکي وايي چې حکومت په وار وار په دوى دځمکې  دويش او دهغوى دحقوقو  دزياتوالي ژمنه کړې ده خو نه يوازې دغه ژمنې  نه دي عملي شوي بلکې ښوونکي هير کړى شوي  دي .
اعتراض کوونکو  څرګنده کړه چې دهيواد جمهور رييس دنوي تعليمي کال په پيل کې  وويل چې دښوونکو مادي او معنوي حالت ته پاملرنه دده دکاري پروګرامونوپه سرکې ځاى لري او دغه راز دپوهنې وزارت له خوا هم په وار وار دښوونکو دحالت دښه والي  او دهغوى دستونزو دڅيړنې غوښتنه شوې ده.
دوى ټينګار وکړ تر هغه وخته چې ددوى غوښتنو ته پاملرنه ونه شي دې ته حاضر نه دي چې درسي خونو ته ستانه شي .
دغه ښوونکو ټينګار وکړ چې مسوولين دښوونکو دحقوقو دزياتوالي  په خاطر دمالي امکاناتو دنشتوالي خبرې کوي خوبايد ځواب ووايي چې ددولت هغو کارکوونکو ته چې دسوپرسکيل  په نامه څو زره ډالري معاشونه اخلي بودجه او مالي امکانات له کومه کيږي  او ولي دولت دخپلو کارکوونکو په وړاندې په عادلانه ډول چلند نه کوي او دوه ګوني چلند يې غوره کړى دى .
  يوشمير کسانو ته څو زره ډالري  معاش ورکوي اويوشمير کسانو ته هم څو زره افغانۍ چې آن ديوتن لپاره هم کفايت  نه کوي داخو لاپريږده  چې خپلې کورنۍ ته هم ډوډۍ ورکړي .
  دغه راز  يوشمير زده کوونکي او دهغوى ميندې او پلرونه وايي  چې دښوونځيو ددروازو په تړل کيدو سره اساسي زيان هغه زده کوونکو ته متوجه کيږي چې له ګڼو ستونزو په تيره بيا له اقتصادي  ستونزو سره ښوونځي ته ځي خو دلوست دزده کړې په هيله دښوونځيو دتړلو دروازو ترشاکيني .
  دوى وايي چې په دولتي ښوونځيوکې زياتره دبي وزلو او عادي  خلکو بچيان زده کړه کوي او ددغو ښوونځيو ددروازو په تړل کيدو سره  اصلي  زيان دوى ته متوجه کيږي  خو دبډايو او شتمنو کسانو بچيان په خصوصي ښوونځيوکې زده کړه کوي او دوى ته کوم زيان نه متوجه کيږي .
  په همدې حال کې دپوهنې وزارت وياند کبير حقمل  وايي چې دښوونکو دستونزو حل کول  په هغوى دځمکې ويش  او دښوونکو دحقوقو زياتوالي دپوهنې وزارت په کاري پروګرام کې ځاى لري خو دده په خبره دحقوقو زياتوالي دهيواد په ملي عوايدو پورې اړه لري .
ده زياته کړه چې دپوهنې وزير او دکابل ښار دپوهنې رييس له معترضو  ښوونکو سره کتلي دي اوژمنه يې کړې ده چې ددوى دستونزو دحل کولو په خاطر هڅه  او هاند کوي او دپوهنې وزير له ښوونکو څخه  غوښتي دي چې خپل اعتراض پاى ته ورسوي .
دغه راز دپوهنې وزارت وياند ټينګار کړى دى چې دښوونکو اعتصاب دزد ه کوونکو دلوست بهير ته زيان رسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته