امنیت

دښمن وښيئ چې جايزه ترلاسه کړئ

کابل باختردتلي اتلسمه :
صديق صديقي وايي چې١٩٠ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نن په يوه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې د ملي پوليسو ځواکونه د هيواد له نورو امنيتي ځواکونو سره په همکارۍ کې په دقيقه توګه او له پروګرام سره سم د کندز د پاکولو عملياتو ته دوام ورکوي او وويل چې دغو ځواکونو په فارياب ولايت کې هم بريالي عمليات پيل کړي دي او د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ د پوليسو د ځواکونولاس ته ورغله.
د باختر آژانس دخبر له مخې:
صديقي وويل: په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې د هغو چاڼيزو عملياتو له امله چې د کندز، تخار، بدخشان، فارياب، هلمند، قندهار، هرات، لوګر، ننګرهار، پکتيا  او د بادغيس په ولايتونوکې ترسره شول؛ ١٩٠ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او څه ناڅه ٦٠ تنه نور تررويستان ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه: د هيوادپه ځينو سيموکې د نظم د ګډوډولو لپاره د ښمن له هلوځلو سره سره د ملي پوليسو ځواکونه له نورو امنيتي ځواکونوسره په همکارۍ په داسې حال کې چې پراخ وګړنى ملاتړ هم ورسره دى؛ د دښمن دتوطيو په وړاندې مقاومت کوي او د هيواد په بيلابيلو سيموکې د ډار اچوونکو فعاليتونو دځپلو لپاره  خپلو هڅو ته دوام ورکوي .
د کورنيوچارو وزارت وياند د هيواد له امنيتي ځواکونوسره د پراخ وګړني ملاتړ په ستاينې سره، دکندز ولايت له خلکو  څخه وغوښتل چې داستوګنې په سيمو کې له دښمن سره دمخامخ کيدو په صورت کې دې د هيواد امنيتي ځواکونوته خبر ورکړي او د هغو اغيزمنو اطلاعاتو په بدل کې چې د دښمن د نيونې سبب کيږي؛ نغدي جايزه ترلاسه کړي .
ده تينګار وکړ چې په کندزکې چاڼيز عمليات دملکي وګړو د سر د زيان د مخنيوي په خاطر په دې دليل چې تروريستان د ملکي خلکو ترمنځ  پټ شوي دي؛ په زيات احتياط سره ترسره کيږي او په اغيزمنه توګه د تروريستانو د ځپلو لپاره د خلکو همکاري ته زياته اړتيا احساسيږي .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند دفارياب ولايت ته دهيئت داستول کيدو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې دغه هئيت دفارياب امنيتي حالت په هراړخيزه توګه څيړي او په ښه توکه د دغه ولايت د امنيت د تامينولو لپاره به د لازمو امکاناتو او د اړتيا وړ منابعو د برابرولو په مقصد د لازمو اقداماتو وړانديز وکړي .
ديوبل خبر له مخې:
دملي اردو د کومانډو ځواکونو د عبدالرشيد په نامه يو پاکستاني په کندز ښارکې ونيوه .
د ملي اردو دکومانډوځواکونو دکندز ښار په يوه جومات کې د څلورو تنو پاکستاني تروريستانو د پټيدو د خبر له ترلاسه کولو سره سم عمليات پيل کړل.
ډار اچوونکو له دغه جومات څخه د پټنځي په توګه استفاده کوله خو دغه کسان ونه نيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته