امنیت

دښمن ته د سر درانده زيانونه اوښتي دي

کابل باختر د لړم  ديارلسمه :
دښمن ته د هيواد د دفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د سر درانده زيانونه اوښتي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هيواد دفاعي ځواکونو د ننګرها ولايت د اچين، د روزګان ولايت د خاص روزګان، د کندز ولايت د امام صاحب او د هلمند ولايت د مارجې د ولسواليو په مربوطاتو او د هلمند ولايت په لاره کې د دښمنانو او ترويستانو د له منځه وړلوپه مقصدچاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دښمن ته د سر درانده زيانونه واوښتل.
په دغو عملياتوکې د دوى يوشمېرکسان ټپيان شوي او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
د يوبل خبرله مخې: د هيواد په بېلابېلو ساحوکې د ملي اردو پنځه تنه عسکر د وسايطو ضد ماينونو د چاودنې او د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته