دښاري پراختيا عالي کميسيون داحمد ضيا مسعود په مشرۍ غونډه وکړه .
کابل باختر دوږي لومړي :
دښاري پراختيا عالي کميسيون نن داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چار کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په مشرۍ او دښار جوړولو دچارو دوزير او ددغه کميسيون دغړو په ګډون غونډه وکړه .
داحمد ضيا مسعودمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې غونډه کې له اجندا سره سم دښاري ملي کنفرانس دجوړولو ، دقرغې بند دشاوخوا ځمکو دغصب اودګوسفند درې او دنوى کابل دساحې دځمکو دغصب دمخنيوي ، دبادام باغ دپاکولو دڅرنګوالي او داستالف دتخت دسروي دنتيجې په باب دښاري ملي کنفرانس دجوړولو په اړوند هر اړخيزې خبرې وشوې .
لومړى دجمهور رييس فوق العاده استازي په دغو مواردو کې درپوټ دوړاندې کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل داسې عملي کارونه پيل کړو چې دحکومت نوى تصوير په رښتينې ډول خلکو ته وړاندې کړو .
ده له ټولو ادارو څخه وغوښتل چې دجوړولو دچارو دپرمخ بيولو په برخه کې خپلې طرحې عملي کړي چې خلکو او ځوانانو ته دکارموندلو زمينه هم برابره شي
دښار جوړولو په چارو کې دجمهور رييس سلاکار انجنير محمد يوسف پشتون او دښار جوړولو دچارو وزارت مسلکي معين امر الدين سالک دښاري ملي کنفرانس دجوړولو په لاره کې دتياري خبر ورکړ او ويې ويل چې دکنفرانس دجوړولوټول تخنيکي مواد حل شوي دي او ټاکل شوې ده په راتلوونکې اوونۍ کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په شتون يو کنفرانس جوړ شي .
کابل ښاروال دقرغې بند دشاوخوا ځمکو په برخه کې دخپل کاري رپوټ دوړاندې کولوپه ترڅ کې څرګنده کړه پياوړې سياسي ارادې او ملاتړ ته اړتيا ده چې دقرغې بند دشاوخوا ساحو له غاصبانو سره قانوني چلند وشي .
دځمکې دادارې رييس او دکورنيو چارو وزارت استازي دښاري پراختيا دعالي کميسيون له پخوانۍ پريکړې سره سم خپل کاري رپوټ وړاندې کړ .
دځمکې دادارې رييس دګوسفند درې دځمکو دغاصبانو دپيژندنې خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه ځمکه دڅو تنو زبرځواکوله خوا غصبيږي او که چيرې ددغو کسانو لاس لنډ شي نور به په دغو ساحو کې دځمکې غصب شتون ونه لري .
دغه راز دکورنيو چارو وزارت استازي دګوسفند درې او دنوى کابل دځمکو دساتنې په لاره کې دپوليسو دامنيتي قطعې دتشکيلاتي پلان دبشپړيدو خبرورکړ او ويې ويل چې ددغې قطعې کلنۍ بودجه چې دوه سوه شلو مليونو افغانيو ته رسيږي دماليې وزارت ته پيشنهاد شوې ده .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت معين دبادام باغ دشاوخوا ځمکو داستنادي ديوالونو دجوړولو خبر ورکړ او ويې ويل هغه برخه چې د استوګنې کورونه مخکې راغلي و استنادي ديوالونه جوړ شوي دي او ټاکل شوې ده په ډير لنډ ممکن وخت کې پاتې ساحې يې هم ددغه وزارت له خوا بشپړې شي .
په غونډه کې دښار جوړولو دچارو وزارت مسلکي معين وويل داستالف دتخت دتوپو ګرافي سروې چې يوسلو ديرش جريبه ځمکه ده پاى ته رسيدلې ده چې لومړني طرحه به يې په راتلوونکې غونډه کې وړاندې کړي .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت معين دغه راز په دې برخه کې وويل داستالف تخت يو څيړنيز فارم دى او بايد اوسنۍ بڼه يې وساتل شي اوبايد دژوندانه دچاپيريال په لحاظ په پام کې ونيول شي .
دغونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې کابل ښاروالۍ دې په بشپړ غوڅوالي سره دقرغې دبند شاوخوا ځمکو دغصب دمخنيوي په برخه کې عملي اقدامات وکړي او ددغو ساحو دزيات غصب مخه دې ونيسي .
دغه راز دځمکې اداره دې دګوسفند درې او دنوى کابل دځمکو دغاصبانو لست برابر کړي چې له هغه سره سم له غاصبانو سره قانوني چلند وشي او نومونه يې له مطبوعاتو سره هم شريک کړى شي او دکورنيو چارو وزارت دې هم دامنيتي قطعې دجوړولو طرحه بشپړه کړي .
کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ په همکارۍ سره هغه دوکانونه چې دبادام باغ په شاوخواکې شته لرې کړي چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت دهغه دشاوخوا ديوال دجوړولو کار عملي کړي او پريکړه وشوه چې د ښار جوړولو دچارو او دکرنې او اوبو لګولو دوزارتونو ، دځمکې خپلواکې ادارې او دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې داستازو په ګډون يوه غونډه کې داستالف تخت دحقوقي اوتخنيکي مسئلو دحلکولو په باب خبرې وشي .