ټولنه

دښاري ترانسپورت دملي کميټې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
دښاري ترانسپورت دملي کميټې غونډه نن داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په مشرۍ دده دکار په دفتر کې جوړه شوه .
دجمهور رييس  دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې دشنه ښاري  ترانسپورت  دملي پروګرام دهميشنې ترانسپورت  دطرحې او دترانسپورتي  ترمينلونو  په باب هراړخيزې خبرې وشوې .
  دکابل ښاروالۍ  استازي  وويل د ښاري ترانسپورت   دايمي طرحه او پروګرام داقتصادي  شورا له خوا منظور شوى  او کابل ښاروالۍ هلې ځلې کوي چې دپايښت  مسئله دکابل ښاروالۍ  په ټولو پروژو کې په پام کې ونيسي .
دغه راز دښار جوړولو دچارو وزارت معين دترانسپورتي  ترمينلونو په باب وويل دختيځ  ترمينل طرحه برابره شوۍ ده او دهغه د ژوندانه دچاپيريال دمطالعاتو لپاره دژوندانه  د چاپيريال ساتنې ملي ادارې ته ليږل شوې ده
دغه راز په دې غونډه کې دښاري  ترانسپورت دتنظيم دطرحې په باب خبرې وشوې او په دې برخه کې دترانسپورت  وزارت دمعين له خوا معلومات وړاندې شول
دجمهور رييس فوق العاده استازي دکميټې دغړو دکاري رپوټونو له اوريدو وروسته څرګنده کړه دترانسپورت دملي کميټې غړې دې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  خپل عملي کړه وړه خلکو ته  معرفي کړي
دجمهور رييس فوق العاده استازي  دکميټې له غړو ادارو څخه وغوښتل چې اجرايي کارونه ترلاس لاندې ونيسي او دخلکو دترانسپورتي ستونزو دلرې کولو  لپاره دې دښاري ترانسپورت دتنظيم لپاره نوي پلانونه برابر کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته