نړۍ

دژنيو – ٢ په کنفرانس کې دګډون لپاره دبلل شويو کسانو په فهرست کې دايران نوم نشته

تهران- وي او اې نيوز – باختر دمرغومي  دمياشتې ١٧
دملګرو ملتو سازمان دژنيو – ٢ دسولې په کنفرانس کې دگډون لپاره ايران  ته بلنه  نه ده ورکړې .
دملګرو ملتو دسازمان د  يوه  ويندوى دڅرګندونو له مخې   :
دايران نوم دهغو هيوادونو په فهرست کې نه ليدل کيږي چې دملګروملتو دسازمان  عمومي منشي د ژنيو -٢  په  کنفرانس دګډون لپاره هغوي ته بلنه ورکړې ده .
دغه   ويندوى د  فرانسې خبري آژانس ته وويل ،   چې ټاکل شوې ده  د   امريکا او  د روسيې  دبهرنيو چارو  وزيران جان کري او سرګي لاوروف په  راتلوونکې اوونۍ کې له يو بل سره وګوري چې د ژنيو -٢ په  کنفرانس کې دګډون لپاره دايران دبلنې يا نه بلنې  په باره کې تصميم  ونيسي.
د ژنيو -٢ کنفرانس دسوريې دشخړې دحل  کولو لپاره د لارې موندلو په   مقصد ټاکل شوې ده د روان  کال دسلواغې دمياشتې  په دريمه  نيټه جوړ شي .
په  همدې حال  کې دايران دبهرنيو چارو وزارت وياندې مرضيې افخمم پرون په دې کنفرانس کې دګډون لپاره  د ايران دبلنې په باب وويل ،   چې تهران  د   ژنيو-٢  په کنفرانس کې دګډون لپاره  داسې وړانديز نه  مني چې د ايران  داسلامي جمهوريت له عزت سره سمون  ونه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته