دډنډ غوري دبريښنا دپاکولو په مقصد عمليات پيل شول .
کابل باختر دتلي يو ويشتمه :
دپلخمري ښار په ډنډ غوري کې دبريښنا ١١ په نامه چاڼيز عمليات نن پيل شول.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمدجاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دتروريستانو له شتون څخه دډنډ غوري دساحې دپاکولوپه مقصد دملي پوليسو ، ملي اردو اودملي امنيت دځواکونو په ګډون پيل شوي دي .
خبرځاى زياته کړه، دطالبانو له شتون څخه په دې ساحه کې په بشپړه توګه داتو کليو په پاکولو سربيره داحمدزي په کلي کې درې تنه مشکوک طالبان ونيول شول.
بشارت زياته کړه: دغه عمليات په بشپړه توګه دډنډ غوري دساحې ترپاکولو اودتروريستانو دګواښونو تر بندولو پورې به دوام ولري .