ټولنه

دډاډګیرنې پیغام

کابل / دلړم ۲۵ / باختر
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دکابل دطبي علومو پوهنتون متقاعد استاد پوهنوال محمد علی یوسفپور دهغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه په حق ورسېد .
یوسفپور دکابل دطبي علومو پوهنتون له فعالو او بریالیو استادانو څخه و، چې له ده څخه لسګونه علمي آثار پاتې دي .
دلوړو زده کړو وزارت درهبرۍ پلاوې دخپلې ډاډګیرنې او غم شریکۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ ،استادانو ، محصلانو ،دوستانو او خپلوانو ته څرګندوي او دالله [ج]له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هیله کوي . پای شکریه خروټی

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته