کابل باختر دغبرګولي شلمه :
په کابل کې دچک دسفارت مرستيال نن داطلاعاتو او فرهنګ له وزير عبدالباري جهاني سره په کتنه کې نندارې ته دپراګ په ملي موزيم کې دعينکو دمسو ديوشمير اثارو دوړاندې کولو په خاطر ددغه هيواد علاقمندي څرګنده کړه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې کتنه کې ددې تر څنګ چې ددواړو هيوادونو ترمنځ دفرهنګي همکاريو دپراختيا په باب خبرې وشوې ، په کابل کې دچک جمهوريت دسفارت مرستيال داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير څخه وغوښتل چې دپراګ په موزيم کې نندارې ته دوړاندې کولو په خاطر دعينکو دمسو ديوشمير اثارو دليږدونې په اړوند چې پخوا په دې برخه کې دافغانستان له دولت سره هم تفاهم شوى و ، يو پروتوکول لاسليک کړي .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ژمنه وکړه چې په نږدې راتلوونکې کې به په دې برخه کې اقدام وشي او ټيګار يې وکړ نندارې ته دپراګ په ملي موزيم کې دعينکو دمسو ديوشمير اثارو وړاندې کول ، په دغه هيواد کې دافغانستان دلرغونې فرهنګ يوه څنډه معرفي کوي .
0 1 دقیقه لوستل