-کابل باختر د زمري د مياشتې ١٥ مه
په افغانستان کېد چک جمهوریت سفیر میروسلاو تومان له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په مخه ښې کې وویل، چي هیواد به یې د افغان هوايي ځواک د پياوړتيا په برخه کيخپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ده زیاته کړه،چيهیواد ئې تر دې دمه څه باندي ۱۰۰ تنه افغان پیلوټان روزلي او دې لړۍ ته په راتلونکي کي هم دوام ورکوي.
هغه یادونه وکړه،چي د پیلوټانو د روزني ترڅنګ ئې د افغان هوايي ځواک د څرخي الوتکو د ترمیم په برخه کي هم کار کړی او دا مهال څه ناڅه څلور څرخکي په چک جمهوریت کي د ترمیم په حال کي دي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د چک جمهوریت له تلونکي سفیر څخه په کابل کيد هغه د کاري مودې پرمهال د دواړو هیوادونو ترمنځد اړیکو د لا پیاوړتیا له امله مننه وکړه او هغه ته یې په راتلونکو دندو کيد بري هیله وکړه.
ده وویل،چي چک جمهوریت دي د پوځي برخي ترڅنګ په ملکي برخو کيهم همکارۍ وکړي او د تعلیم او ښوونې اوروزنې په برخه کي دي فعالیتونه زیات کړي.
هغه زیاته کړه، چي د ښاري ټرانسپورټ په برخه کي چک هیواد کافي تجربې لري او افغانستان هیله لري،چي هغه هیواد ورسره په دې برخه کيهمکارۍ وکړي.
اجرائیه رئیس همداراز یادونه وکړه،چي د پیلوټانو د روزني او د څرخکو د ترمیم چاري دي لا پسې پراخي سي څو،افغانستان په دې برخه کي شته ستونزو ته ځواب وویلای شي.
2 1 دقیقه لوستل