کابل/دليندې ٥مه / باختر :
چټک غبرګون او داور وژنې ٢٥پوليسو داړو دوړ ضد دوه مياشتنۍ روزنيز کورس له پاى ته رسولو وروسته نن دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دکورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل دچټک غبرګون دقطعې او داور وژنې دپوليسو ٢٥ افرادو داړو دوړ ضد ديوې دوه مياشتنۍ روزنيزې دورې له تېرولو وروسته چې دترکيې هېوا د په مرسته دکابل دپوليسو په روزنيز مرکز کې جوړ شوي و ، نن دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دفراغت دمراسمو له پاى ته رسېدو وروسته په کابل کې دترکيې دسفارت مرستيال يو (توما) موټر دکورنيو چارو وزارت ته ډالۍ کړ .
دغه موټر داوبو زيرمه ، اوښکي بهوونکي ګاز ،او مخصوص رنګ لري چې له اړو دوړ ضد پوليسو منسوبان په دې بريالي کوي چې دمظاهرو دمديريت لپاره مسلکي چلند وکړي.
ختم_ ف _اکرم
0 1 دقیقه لوستل