دچين په لويديځ کې دزلزلې له امله لس تنه ټپيان شول

٢٣ -پيکينګ دي نيوز دچنګاښ دمياشتې ١٠ :
دچين په شمال لويديځ کې ددغه هيواد دسينګيانګ په خپلواکه سيمه کې چې دقرغزستان پولي ته څيرمه پرته ده  يوه سخته زلزله شوې ده .
دامريکا دجيولوژي دسروي  داداري دمعلوماتوله مخې ددغي زلزلې سختوالۍ چې نن سهار وشوه دريکتر په مقياس شپږاعشاريه  شپږدرجي  او مرکز يي دچين په شمال لويديځ دشيهينري په ښارکې ثبت شوي دي .
دچين خبري اژانس سينهوا خبرورکړي دي چې  په دې زلزله کې لس تنه ټپيان شوي دي او ددغه ايالت دځينو سيمو بريښنا بنده شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته