دچين ولسي جمهوريت دکرنې او اوبو لګولو له وزارت سره ددرې سوه تراکتورونو مرسته وکړه .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دچين ولسي جمهوريت دافغانستان دکرنې او اوبو لګولو له وزارت سره ددرې سوه تراکتورونو او دبيلابيلو کرنيزو وسايلو وړيا مرسته وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دکابل ښار په بادام باغ کې جوړه شوې وه دملي  شورا ځينو غړو ، کارکوونکو او دچين دولسي جمهوريت دکرنې ماهرانو ګډون کړى و ، دکرنې او اوبو لګولو وزير  اسد الله ضمير خبرې وکړې او ويې ويل چې دچين دولسي جمهوريت دغه مرسته دافغانستان دکرکيلې په برخه کې ډيره ستره مرسته ده چې د لو او ديوې په ماشين او په نورو اضافي سامان آالاتو او تجهيزاتو سمبال درې سوه تراکتورونه پکې  شامل دي .  
دکرنې او اوبو لګولو وزير زياته کړه چې ددوست هيوادچين دغه مرستې په افغانستان کې دکرکيلې دپراختيا په لاره کې يو مهم ګام بلل کيږي او ټوله بيه يې اته اعشاريه پنځه مليونه امريکايي ډالره اټکل شوې ده .
دده دڅرګندونوله مخې ، لس تنه چينايي ماهران په کابل کې دي چې دمرکز او ولايتونو دکرنې دميکانيزه رياست اويا تنه مسلکي او فني کارکوونکي په مناسب ډول له دغو ماشينونو څخه داستفادې  په لاره کې وروزي .
دغه راز په دې غونډه کې په کابل کې دچين دولسي جمهوريت سفير وينګ ژونګ دموضوع په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دچين دغه مرسته له افغانستان سره دچين ددولت اوخلکو ددوستانه اړيکو څرګندويه ده .
چين په راتلوونکې کې هم په ټولو برخو په تيره بيا دکرکيلې په برخه کې له افغانستان سره په مرستې ژمن دى .
  ددغو وسايلو دسپارلو سندونه دکرنې او اوبو لګولو وزير او په کابل کې دچين سفير لاسليک کړل .
ديادونې وړ ده چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت په تيرو کلونوکې څه دپاسه پنځه زره درې سوه تراکتورونه او دکرنې ميکانيزه وسايل دافغانستان دکرنې دبرخو په وده کې شامل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته