نړۍ

دچين او ويتنام دسمندري ځواکونو دبيړيو ټکر .

پيکينګ  باختر د ثور اتلسمه :
  دويتنام دسمندري ځواکونو بيړيو دچين په جنوبي سمندرګي کې ددواړو لورو  ترمنځ دشخړې وړ  په ناحيه کې دچين دبيړيو سره ټکر کړى دى . 
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دويتنام بيړۍ دتيلو دايستلو دوسايلو ددرولو لپاره په دغه سيمه کې دچين دمخنيوي  په لټه کې  و، دواړه هيوادونه په دغې سيمې دمالکيت ادعاکوي .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې ددواړو لورو  ترمنځ ډزې  نه دي شوي خو ويتنامي مقامات وايي چې دچين لورې دويتنامي بيړۍ مخه نيولې ده  داپه وروستيو څوکلونوکې ددواړو لورو ترمنځ جدي چلند شميرل کيږي .
  فلپين ، ماليزيا ، بروني ، تايوان ، چين او ويتنام  دچين دجنوبي سمندرګي په ځينو سيمو دواکمني  ادعاکوي .
دغه سيمه دبيړي چلونې له مهمو تګلورو څخه شميرل کيږي او ويل کيږي چې زيات طبيعي زيرمې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته