اقتصاد

دچاريکار اصنافو دماليې دورکولو ژمنه وکړه .

کابل /باختر / دلړم  ١١مه :
دپروان مستوفيت  دماليې ورکولو دپوهاوي يو ورځنۍ پروګرام ددغه ولايت ماليه ورکوونکو ته ترسره کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې جوړه شوې وه دپروان مستوفي احمد اميد توکلي وويل چې دقانون دحکمونو له مخې، دماليې راټولول دماليه ورکوونکو دماليې ورکولو د چارو دتنظيم سبب کېږي او له بله پلوه دحکومت دعوايدو په زياتوالي مثبته اغيزه کوي .
هغه له ماليه ورکوونکو څخه دماليې دراټولولو دلارې پرسر دپرتو ستونزو او چلنجونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دخلکو له خوا دماليې نه ورکول  اساسي ستونزه ده اوبايد په دې لاره کې توليزې  هلې ځلې وشي .
خواجه روح الله صديقي  په ټولنه کې دماليې ورکولو فرهنګ دکچې  دلوړولو او ذهنيت  جوړولو په لاره کې دغه پروګرام مهم وباله اودمستوفيت  د ادارې په همکارۍ  يې ددغه ولايت  درهبري  له خوا دعوايدو دراټولولو  په مقصد ديوې موظفې  کميټې پرجوړولو ټينګار وکړ .
په پاى کې دچاريکارو ښار صنفي اتحاديو  او اصنافو  په عادلانه ډول دماليو پرټاکنې ټينګار وکړ اوژمنه يې وکړه چې وروسته له دې  به خپلې ماليې ورکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته