امنیت

دڅو تروريستي بريدونو عامل په پروان کې ونيول شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٧
هغه سړى چې په   پروان   ولايت کې د ځانمرګي  بريدونو او چاودنو  په   سازمان ورکولو کې رول درلود ونيول شو.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر دغه سړى د قاري فضل من الله  په  نامه ياد کړى دى  چې په  پروان ولايت کې  يې دځانمرګو بريدونو، چاودنو او راکټي بريدونو په سازمان ورکولو کې لاس درلود او دپيښور د شورا په لارښونه په  پروان ولايت کې يې دتيلو د ټانکرونو په سوځولو ، په اکمالاتي کتارونو  په بريدونو او په  وسله والو غلاو کې فعاله  ونډه درلوده.
قاري فضل من الله اعتراف کړى دى  چې د پروان په لاره کې  د تيلو ټول ټانکرونه    د ده  د ډلې دافرادو له خوا سوځول شوي دي .
ديوبل خبرله مخې :  دملي امنيت دلوى رياست موظفينو لس تنه وسله وال غله  چې په چاريکارو ښارکې يې دخلکو په ځورونه  لاس پورې کاوه  له دريوکلاشينکوفونو  ،  يوې تومانچې او يو  چره يي ټوپک سره  ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته