کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات وايي چې له اړوندو بنسټونو سره په همکارى کې دکورنيو توليداتو دودې ، په مناسبه بيه دباکيفته مالونو دليلام او په پرتمينه توګه دهېواد دخپلواکۍ دورځې دنمانځنې په موخه په کابل کې دشپږو ورځو لپاره ملي نندارتون جوړيږي .
دځوانانو دچارو دمعينيت دخپرونومديريت باختراژانس ته خبرورکړ ډاکتر کمال سادات د فيوچر پلان ددفتر له رييس او دسوداګرى دخونو له وياند صيام الدين پسرلۍ سره په کتنه کې وويل چې دغه نندارتون دصنعتکارانو اودکورنيو توليداتو دمعرفي کولو لپاره مهم او حياتي دى .
له بلې خوا هم پسرلي په دې غونډه کې وويل چې دغه ستر نندارتون دفيوچر پلان دخدماتي شرکت ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارودمعينيت ، دصنايعو او کانونو دخونې ، اريانا ټلويزيون او دحبيب الله ځاځي پارک له خوا جوړيږي .
ده وويل چې داختر بازار په نامه ملي نندارتون به جګپوړو دولتي مقاماتو ، کورنيو اوبهرنيو ميلمنو او دغه راز دصنعتکارانو په گډون پرانستل شي .
دغه راز ده زياته کړه چې دنندارتون په ورځو کې تفريحي پروګرامونه او موسيقي هم په پام کې نيول شوې ده .
ختم- ف _ اکرم