دځوانانو دچارو معينيت : دافغانستان دځوانانو پارلمان به ديوې مياشتې په دننه کې جوړ شي .

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٧ :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او ددغه وزارت د ځوانانو دچارو معين   
ډ اکتر کمال سادات وايي  چې دځوانانو په پارلمان کې د ټاکنې څرنګوالى به  په نږدې راتلوونکي  کې پيل شي.
دروان کال  د چنګاښ دمياشتې په ٧ نيټه  ددوشنبې په ورځ   دځوانانو دپارلمان کميټې درهبرۍ  غړو  په غونډه کې  ، پريکړه وشوه  چې  دروانې مياشتې په وروستيو کې  په ټولو ولايتونو کې  دځوانانو دپارلمان دغړو انتخابات  پيل  او دځوانانو ددوسيو دپړاونو له بشپړولو وروسته به  ، په رسمي ډول په فعاليت پيل وکړي.
په دې غونډه کې  دنوماندانو  دانتخاب دطرزالعمل او څرنګوالي په باب خبرې وشوې  چې غړي يې  د ځوانانو دچارو معين  ډاکتر  کمال سادات ، دملګروملتو  دسازمان (    Unfpa)  ډاکتر مراد مومند ، دمشرانو جرګې ددالانشا مرستيال  تيمورشاه قويم  ، د ځوانانوپه چارو کې د جمهوررئيس استازى  شهيم کټوازى ، دځوانانو دچارو دمعين سلاکار سيف الله سايس  او  دځوانانو د چارو د معينيت دپروګرامونو دهمغږۍ آمرمطيع الرحمن کريمي  و
چې په اجندا کې دځينو شاملو اجنداګانوپه باب خبرې وشوې.
دځوانانو دچارو معين وويل :  هغه کسان کولاى شي  ددغه پارلمان غړيتوب
ترلاسه کړي چې   ديوه  مدني  _ ټولنيز بنسټ  غړيتوب ولري چې دغه بنسټ  دعدليې په وزارت کې ثبت او راجستر وي.
دملګرو ملتو دسازمان استازي ډاکتر مراد مومند وويل :   هغه ځوانان چې وغواړي ددغه پارلمان غړيتوب ولري بايد  قانوني عمر يې له  ١٨ څخه تر ٣٠ کلنۍ پورې وي او  څه ناڅه د ١٢ ټولګي  دفراغت سند ولري.
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دروانې اوونۍ دچهارشنبې په ورځ به   د٣٣ ولايتونو دځوانانو آمران په کابل  کې راغونډ او په  يوه راتلوونکې غونډه کې  دانتخاباتو ددقيقې نيټې ،  دفعاليت دپيل ، دمسووليتونو دترسره کولو دڅرنګوالي دطرحې  او د دندو دلايحې په باب خبرې وکړي.
په دې پارلمان کې په پام کې دي  چې له ټولو ولايتونو څخه   دځوانانو کابو ١٢٠ غړي انتخاب شي  چې له دې جملې څخه په سلو کې   ٣٣ ونډه ښځو ته په سلو کې  ٥ ونډه کوچيانو ته په سلو کې  ٣ ونډه معلولينو  ته ورکول کيږي او له هندوانو څخه  هم يو تن انتخابيږي.
د ځوانانو دپارلمان طرحه دځوانانو دچارو دمعينيت يوه طرحه ده چې  دهېواد  په کورنيو چارو  کې دځوانانو د ګډون او ونډې  او دځوانانو دټولنيز ، سياسي او اقتصادي حالت دښه والي په برخه کې دهغوى  دنظريو  او وړانديزونو دشريکولو په موخه پيل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته