کابل باختر دزمري اوولسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست ډاکتر کمال سادات په شتون دځوانانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې دغونډې دجوړولو لپاره دتياري په خاطر نن دجمهوري رياست دچارو دادارې په لوى رياست کې جوړه شوه.
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې په دې غونډه کې دجمهوري رياست دچارو دادارې دلوى رياست دعامه پوهاوي داړيکو مرستيال فريدون الهام په شانداره توګه دځوانانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې په خاطر ددغې ادارې دهمکارۍ ډاډ ورکړ او داجندا دبرابرولو دڅرنګوالي دهېواد له مرکز او ولايتونوڅخه دميلمنواو دبهرنيو ميلمنو دبلنې او دلازمو اقاماتو او تدبيرونه په باب خبرې وشوې .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزرات سرپرست په لازيات پرتم سره د ځوانانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې په خاطر ددغه وزارت دهڅو او هاند په باب معلومات ورکړل او په دې برخه کې يې دهمکارو بنسټونو په لازياتې همکارۍ باندې ټينګار وکړ .
دغه راز دغونډې برخه والو په دغو برخو کې خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل اوپه ښه توګه دځوانانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې په خاطر يې دخپلو هراړخيزو هلوځلو ډاډ ورکړ.
0 1 دقیقه لوستل