ټولنه

دځوانانو دملي پاليسۍ پرتطبيق دڅارنې اوهمغږي دعالي کميسيون غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دځوانانو دملي پاليسۍ  پرتطبيق  دڅارنې او  همغږۍ  دعالي کميسيون غونډه دجمهور رييس دمرستيال او  ددغه   کميسيون درييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ جوړه شوه او په دې غونډه کې  دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دځوانانو دملي پاليسۍ دتطبيق دپرمختګ کچه اودځوانانو دملي ستراتيژي  ګډ پروپوزل وڅيړل شو .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ دځوانانو ملي پاليسۍ داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له خوا په ځوانانو پورې داړوندو چارو په لاره کې برابره او د ١٣٩٣ کال دوږي  دمياشتې په دريمه نيټه دکابينې له خوا تصويب  شوې ده .
ددغې پاليسۍ دمفادو له مخې دځوانانو دملي پاليسۍ پرتطبيق  د څارنې او همغږي عالي  کميسيون دجمهور رييس ددويم مرستيال  په مشرۍ دهغې دتطبيق  لپاره جوړ شوى دى چې  ټاکلې  غړي لري .
دغونډې په پيل کې  دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش ځوانانو پاملرنه او دځوانانو دودې لپاره دزمينې برابرول دملي وحدت دحکومت اساسي  لومړيتوبونه وبلل اوټينګار يې وکړ چې داستخدام او ټاکنو په کار کې بايد ټول دولتي ارګانونه ځوانانو ته ځانګړي پاملرنه ولري .
  ده په همدې برخه کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ته لارښوونه وکړه چې په دې اړوند دځوانانو دجذب او استخدام په برخه کې داداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون ته دتطبيق په لاره کې عملي پيشنهادونه وړاندې کړي .
دافغانستان دځوانانو دملي پاليسۍ له مخې کارموندل ، روغتيا ، تخنيکي اومسلکي زده کړې او تعليمات اودځوانانو اوتنکيو ځوانانو مشارکت  دځوانانو په ملي پاليسۍ  کې څلور اساسي برخې دي په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو  دچارو معين ډاکتر کمال سادات په دې اداره کې دتشکيل اوبودجې دکمښت په باب  غوڼدې ته رپوټ ورکړ او دځوانانو دملي پاليسۍ دتطبيق په برخه کې يې دځينو  ادارو نه همکاري له امله  نارضايتي څرګنده کړه .
دغه راز دځوانانو  دمعينيت دپروګرامونو دهمغږۍ رييس حضرت الله شريفي په ولايتونوکې دتيرکال کاري رپوټ اوهم دځوانانو دپاليسۍ دتطبيق  رپوټ دکميسيون غونډې ته وړاندې کړل .
وروسته له اجندا سره سم دځوانانو دملي ستراتيژي  لپاره ګډ پروپوزل   د ملګروملتو دځوانانو ملي ستراتيژي  ، دافغانستان دځوانانو دملي پاليسۍ دتطبيق په موخه طرحه او تدوين شوې ده چې دځوانانو دروغتيا ، ښوونې او روزنې ، کارموندنې اومشارکت په ګډون  محورونو تنظيم شوې ده .
  دوړاندې شويو موضوعګانو په باب دغونډې دغړو دنظريو له څرګنديدو وروسته پريکړې وشوه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينت دې  دبودجې او تشکيل په  برخه کې خپل وړانديزونه په مدوين  ډول  برابر کړي چې په دې برخه کې لازم تصميم ونيول شي او هم دغونډې درياست  له خوا دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وشوه  هغو واليانو ته چې تراوسه پورې يې ددغې پاليسي په تطبيق  کې  سمه همکاري نه ده کړې رسمي ليک  ورکړشي .
دغه راز پريکړه وشوه چې دلومړيتوب  له مخې په نشه يي توکو دځوانانو دروږدي کيدو دمخنيوي ، دځوانانو ترمنځ دقومي ژبنيو  او سمتي  درزونو دمخنيوي او دځوانانو دهڅونې او کتاب لوستلو او دنوښتګرو ځوانانو دستاينې  دپروګرامونو دبرابرولو دموضوعګانوپه باب  د ځوانانو دملي پاليسي په تطبيق  کې زياتې هلې ځلې وشي اوهم په دې غونډه کې په وزارتونوکې دځوانانودکميټو دجوړولو په باب پريکړه وشوه . 
دغه راز دغونډې غړو پريکړه وکړه چې دځوانانو دملي ستراتيژي په تطبيق کې داړوندو ارګانونو دفعال او رغنده مشارکت دڅرنګوالي لپاره دې دوزارتونو دجګپوړو مقاماتو  په ګډون يوه غونډه جوړه شي او وروسته دې دغه ستراتيژي په رسمي ډول پرانستل شي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته