کابل باخترد لړم د مياشتې ٢ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا دلسګونو تنو ځوانانو په ګډون دځوانانو دټولنيزو ستونزو دپيژندنې په موخه علمي _ څيړنيز سيمينار جوړ شو.
له ميدان ښارڅخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې سيمينار کې د ځوانانو د چارو دمعين ډاکتر کمال سادات پيغام ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
ځوانان دټولنې يو اساسي رکن دى او له هغوى څخه يې وغوښتل چې دافغانستان دراتلوونکي لپاره دې په هره برخه کې چې په کار او زده کړې بوخت دي ، زياتې هلې ځلې وکړي.
ده په دې پيغام کې له ځوانانو څخه غوښتي دي چې يووالى اوپيوستون خپل لارښود وګرځوي او هغوى يووالي اوپيوستون ته وهڅوي اوله اوسنيو چلنجونو څخه دافغانستان د ژغورنې يوازينۍ لاره ، يووالى ، پيوستون ، اتفاق او اتحاد دى ،.
ده له وردګي ځوانانو څخه وغوښتل چې په لرې پرتو کليو اوبانډو کې دې خلک يووالي اوپيوستون ته وبولي او دځوانانو دهڅونې لپاره دې علمي اوفرهنګي ټولنې جوړې کړي.
دسيمينار دکار په دوام دميدان وردګو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس محمد اورنګ مختار دځوانانو د چارو له معينيت څخه مننه وکړه چې څه موده مخکې يې دميدان ورد ګو د ځوانانو ترمنځ دمقالې ليکنې سيالي پيل کړې وه او ځوانان يې دمقالې ليکنې له لارې له نشه يي توکو، په بدو کې دښځو له ورکولو او له ټاکلى وخت څخه مخکې ودونو سره دمبارزې په اړوند خپلو
راتلوونکو مسووليتونو ته ځير کړل.
ده زياته کړه له هغو ديرشو مقالو څخه چې دميدان وردګو ځوانانو په دې اړوند ليکلې وې ، اته مقالې يې دنغدي جايزو او دستاين ليکونو مستحقې وګرځيدلې چې دځوانانو د چارو دمعينيت له خوا وويشلې شوې .
په پاى کې دوو تنو ځوانانو د ځوانانو دلارې پرسر دپرتو ستونزو په باب خبرې وکړې او دحل لارې چارې يې هم پيشنهاد کړې.
1 1 دقیقه لوستل